IQNA

روسیه د دونتسک او لوګانسک جمهوریتونو خپلواکي په رسمیت پيژني

6:40 - February 22, 2022
د خبر لمبر: 3485448
 تهران (ایکنا) -د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین  پرون ناوخته په یوې وینا کې  ووئيل  ، ماسکو د ډونتسک او لوګانسک   دډیموکراټيک جمهوریّتونو خپلواکي په رسمیت پيژندلي او  په کرملین ماڼۍ کې  ئې ددغو جمهوریتونو  له مشرانو سره د دوستۍ او ملګرتیاتړونونه هم لاسلیک کړي دي .

ایکناخبری آژانس د ایرنا له قوله راپور راکړ د ډونتسک او لوګانسک ډیموکراټيک  جمهوریّتونو مشرانو ډنیس پوشیلین او لئونیډ پاسچنیک  پرون د  روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتینه  غوښتي وو ،څو  دغه سیمې کې  د خپلواکه جمهوریتونو په توګه په رسمیّت وپيژني . تیره اونۍ  دروسیې پارلیمان دومه هم  په یوې غوښتنې کې له پوتین څخه غوښتنه کړې وه څو له اوکراین څخه د  ډونباس بیلتون غواړو خپلواکي دې په رسمیّت وپيژني.

د اوکراین په ختیځ کې  دونباس سیمه ،د دونتسک او لوګانسک  او له څو نورو روسي توکمه  سیمو څخه جوړه ده او دغه دوو ولایتونو، په ۲۰۱۴کال کې  په  اوکراین کې  دحکومت په بدلیدا پسې    له کی یف څخه د په یواړخیزه توګه خپلواکي اعلان کړې وه.

 ایرنا خبری آژانس راپور ورکړی ،  ولادیمیر پوتین پرون ناوخته په یوې وینا کې  ددغو دوو جمهوریتونو  د په رسمیّت پيژندنې  په اعلانولو سره د اوکراین دتاسیس تاریخ ته ا و  په وروستیو څو کلونو کې  ددغه هیواد تاریخي اونزدو اړیکو ته  ئې په کتنې سره  وئيلی ، د شوروي په پړاؤ کې ، د روسیې تاریخي ټاټوبي  اوکراین ته ورکړل شوي چې  هیڅ معلومه نه ده ، دغه اقدام ولې ترسره شوی . د روسیې ولسمشر همداراز  په  دوام کې ،پر اوکراین واکمن حکومتونه ، ددغه هیواد  د ټرانزیټي ګیسو  په غلا کولو او  له لویدیځ سره داړیکو دپراختیا او  له لویدیځي هیوادنوو څخه د امتیاز  داخستو لپاره د معمالې په توګه  له روسیې سره  له اړیکو څخه  په ناسمې استفادې تورن کړل.

https://www.irna.ir/news/84658381/روسیه

captcha